Freitag, 19. Dezember 2008

ځلورو يشتمه گڼه ١٣٨٩هجري شمسى کال د قوس ٢٩ د2008 ميلادی کال د دسمبر 1

بسم الله الرحمن الرحیم
ازادافغانستان
AZAD AFGHANISTAN
خبري بولتين


چلوونکى : اجمل « شينواري»

شخصيت برازنده افتخارملی، و پروفيسور ممتاز بين المللی محترم علی احمد جلالی

د افغانانو دملې وياړ شخصيت او د نړيوالو نوميالی پروفيسور ښاغلی علی احمد جلالی


عدم انسجام نيروهای سالم ملی ، باعث ايجاد قلب بحران در افغانستان است٠

از سخنان استاد پروفيسور علی احمد جلالی

دلومړي ځل لپاره په پښتو ژبه دقران بشپړ تفسيرچاپ او خپورشو!

بلال شينواری ٢٧ / ٩ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-12-17

داتفسيردننګرهار ولايت دشينوارو دګولايي دسيمې يو وتلي ديني عالم مولوي عزيز په ديارلسو ټوکو کې ليکلى او په خپل شخصي لګښت يې چاپ کړيدى.
تيره ورځ په جلال اباد کې دافغانستان دټولنيزې اصلاح او پرمختګ ټولنې له لورې ددغه تفسير دمخکتنې لپاره جوړه شوې غونډه کې دکابل دښوونې او روزنې دپوهنځي استاد ښاغلي پوهنمل (اسلامي) دياد شوي کتاب دځانګړتياو په اړه وويل،که څه هم چې تر دې وړاندې دننګرهار دکامې ولسوالۍ نوموتي ديني عالم مرادعلي صاحب زاده په پښتو ژبه دقران تفسير(تفسير يسير) ليکلى و، خو عزيزالتفاسيرله هره پلوه بشپړ تفسير دى،هغه وويل په دې تفسير کې چې په (١٧)کالو(٤) مياشتو او (١٧) ورځو کې ليکل شوې له (١٤٧) علمي او معتبرو ماخذونو نه ګټه اخيستل شوې،ښاغلي اسلامي وويل دا تفسير تر ډيره په روانه او ساده ژبه ليکل شوى او دهر پوړ خلک ترې ګټه اخيستلاى شي.دافغانستان دټولنيزې اصلاح او پرمختګ دټولنې دمرکزي شورا غړي ښاغلي جليلي بيا پردولت نيوکه وکړه چې دهنر او موسيقۍ (خنده بازار،ستاره افغان) ددودولو لپاره پيسې لګوي خو دديني چارو دپياوړتيا او خدمت لپاره دومره يوې پرتمينې غونډې ته چارواکي سر هم نه ورښکاره کوي هغه وويل که دمولوي عزيز په څير خدمت په يو بل هيواد کې شوى واې نو دولت به يې دا خدمت خورا ستايلى و،ښاغلي جليلي وويل ددې کتاب ژباړن دکتاب دچاپ دلګښت لپاره خپله شخصي زمکه پلورلې.يو شمير دنظرخاوندان دپښتو ژبې دبډايني لپاره دمولوي عزيز خدمتونه ستايي او له دولت نه غوښتنه کوي چې هغه ته دې دده له لورې شوى لګښت ورکول شي او دغه راز دې عزيزالتفاسير په ګڼ شمير کې ددولت له لورې چاپ او ټولو ديني مدرسو ته دې په وړيا ډول وويشل شي.

لوس انجلس تایمز : تاثیر حرکت خبرنگار عراقی هزاران بار بیشتر از اثر انفجار نارنجک بود !

لوس انجلس تايمز نوشت: قدرت تاثير گذاري حرکت خبرنگار عراقي در پرتاب کفش به سوي "بوش" هزاران برابر بيش از قدرت انفجار یک نارنجک بود و مطمئنا" خيزش جهاني براي ابراز خشم بدون توسل به وسائل مرگبار به پا مي کند.

روزنامه لوس انجلس تايمز در شماره روز پنجشنبه خود در تفسيري پيرامون شهامت "منتظر الزيدي" خبرنگار عراقي در پرتاب لنگه کفش به طرف بوش، نوشت: همه مردم جهان اعم از عراقي و غيرعراقي به غير از "بوش"،

انگيزه خبرنگار عراقي براي پرتاب لنگه کفش به سوي "بوش" را به خوبي درک مي کنند. قابل درک است که چرا...


زيدي در بخشهاي وسيعي از جهان يک قهرمان شناخته شده است.
"منتظر الزيدي" در حال تبديل شدن به يک قهرمان ملي است، تهاجم امريکا به عراق و اشغال آن و قرباني کردن 1 و 3 دهم ميليون عراقي؛ از جمعيت 25 ميليوني عراق به وضوح انگيزه انزجار شهروندان عراقي را از "بوش" جلوه گر مي سازد.
لوس انجلس تايمز در ادامه مي نويسد: در سراسر جهان عرب و اسلام و مردم شادمان به نشانه حمايت از عمل زيدي کفشهايشان را بر روي دستهايشان بلند کرده و خواستار آزادي سريع وي و تغيير سياستهاي امريکا شده اند. بسياري از مردم جهان، امريکاي دوران بوش را کشوري زورگو و حريص مي شناسند. بنا بر اين جاي شگفتي نيست که بسياري از مردم خوشحال خواهند شد که فرصتي برايشان پيش آيد تا که کفشهايشان را به سمت بوش پرتاب کنند. حتي تصور پرتاب يک وسيله مرگبار مانند نارنجک و بمب هم دور از انتظار نيست. جهان عرب و اسلام توده نهفته خشم عليه بوش، عليه امريکا و عليه همه زورگويان و صاحبان زر و زور و متحدان آنهاست. از منظري ديگر شايد بتوان وجه مشترکي ميان انگيزه حرکت زيدي با انگيزه عاملان حادثه بمبئي پيدا کرد. داستان زندگي عاملان هردوي اين وقايع تا حدود زيادي بي شباهت به يکديگر نبوده و آکنده از بي عدالتي و نااميدي است. اگرچه "اجمل امير" جوان 21 ساله متهم به انجام حادثه بمبئي روش مرگباري را براي ابراز خشم و بيزاري خود برگزيد. در جهان امروز، ابراز خشم و مظلوم واقع شدن به شيوه هاي کارگذاشتن بمبهاي مخفي و يا پرتاب اشيائي مانند کوکتل مولوتف، يا سنگ (توسط مردم فلسطين) و پرتاب نارنجک توسط عاملان حادثه بمبئي و يا حتي مرگهاي انتحاري خود را متجلي مي سازد. زيدي به راحتي مي توانست در مسير حرکت کاروان نظاميان امريکايي يک نارنچ پرتاب کند و يا حتي در عملياتي شهادت طلبانه در منطقه سبز بغداد خود را قرباني کرده و نظاميان را از پاي در آورد. اما او چنين کاري نکرد بلکه با پرتاب لنگه کفش روشي را برگزيد که جان هيچ کس را به غير از خود او تهديد نمي کند (خطر تيراندازي ماموران امنيتي عراق به سمت وي مي رفت). زيدي با اين اقدام خطر زندان و يا حتي مرگ را به جان خريد. حرکت نمادين زيدي داراي قدرت تاثير گذاري شد که اثر آن هزاران برابر قدرتمندتر از پرتاب نارنجک بود و توانست مستضعف را در قدرت همسان با مستکبر سازد. اگرچه "زيدي" هرگز از حيث مقاومت در برابر ظالم در جايگاه "گاندي" و يا "مارتين لوتر کينگ" قرار ندارد، اما بدون شک رفتار شجاعانه اي که از خود بروز داد، يک گرايش جهاني در ابراز خشم با پرتاب کفش به پا خواهد کرد و روزي مطمئنا" ديگر شاهد پرتاب بمب و يا ساير وسيله هاي انفجاري نخواهيم بود.

امريکايي ځواکونو درې عام وګړي ووژل او سپيويې دوه مېرمنې وداړلې

عبدالرزاق حبیبي ٢٧ / ٩ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-12-17 12:09:00 م

خوست د ليندۍ ٢٧مه، پژواک خبري اژانس د ايتلاف امريکايي ځواکونو تېره شپه په خوست ښار کې د يوه ډاکټر ورور، وريندار او وراره وژلي ، يو څلور کلن ماشوم او دوه مېرمنې د دغو ځواکونو سپيوداړلې دي. ددې ولايت مرستيال والي طاهر خان صبري د ليندۍ په ٢٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه تېره شپه د خوست ښار اړوند د ناټو نظامي اډې ساراباغ ترڅنګ د کنډيو په سيمه کې رامنځته شوې ده . هغه زياته کړه چې امريکايي ځواکونو په ياده شوې سيمه کې د شپې لخوا د بلال په نامه ديوه ځايي ډاکټر د ورور پر کور عمليات کړي دي ،دهغه ورورو ،وريندار او ١٥ کلن وراره يې ورته وژلي دي . صبري د ډاکټر بلال له خولې وويل چې دوى په حجره کې ناست وو، چې امريکايي ځواکونه يې دشپې په ١١ بجو پر کور ننوتل او ناتاره ډزې يې پيل کړې . دى وايي چې بهرنيو ځواکونو ورته ويلي چې دغه عمليات يې ديوه مشکوک تن د نيولو په موخه ترسره کړي دي . دوژل شوي تن ٢٢ کلن زوى يونس پخپل کور کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې د امريکايي ځواکونو په ډزو يې مور او پلار او يو کشر ورور وژل شوي دي . هغه زياته کړه چې کور يې دامريکايي ځواکونو د اډې په ٥٠٠ مترۍ کې پروت دى، له هېچا سره اړيکې نه لري او نه د تېښتې خلک دي . يونس وويل : (( که دامريکايانو څوک پکار وو، نو موږ ته به يې خبر راکړى و او ټول کور به يې پلټلى واى. )) نوموړي پژواک اژانس ته هغه دوه مېرمنې او يو څلور کلن ماشوم هم وښودل چې د امريکايي ځواکونو د سپيولخوا داړل شوي وو . د يونس په وينا، دوى په نږدې ورځو کې ودونه کړي وو، امريکايي ځواکونو په زياته اندازه سره زر، شپږ سيټه موبايلونه او درې نيم لکه نغدې روپۍ له ځانه سره وړې دي. د کنډيو د کلي يو تن قومي مشر تور حاجي پژواک اژانس ته وويل چې دوى دغه کورنۍ له لسګونو کلونو راهيسې پېژني، غريب خلک دي اوله هېچا سره اړيکې نه لري . د هغه په وينا، د بلال په نامه د دوى يو ورور په خوست ښار کې د غاښونو ډاکټري کوي. په کابل کې د امريکايي ځواکونو د مطبوعاتي دفتر د عامه اړيکو افسر ګريګ جولين COL Greg Julian پژواک خبري اژانس ته وويل چې ددوى ځواکونو د خوست له پوليسو سره په ګډه تېره شپه په خوست کې عمليات کړي دي . هغه زياته کړه ، دوى پر يوه کور چې پکې د حقاني د ډلې اړونده جنګيالي پټ وو، د نيولو په موخه عمليات کول چې په کور کې د مېشتو کسانو لخوا پرې ډزې وشوې . د نوموړي په وينا، په ځوابي ډزو کې درې تنه وسلوال جنګيالي ووژل شول او پنځه تنه نور شکمن جنګيالي ونيول شول . د يادونې وړده چې له دې مخکې هم د ايتلاف امريکايي ځواکونو د خوست ولايت په بېلا بېلو پېښو کې عام وګړي وژلي دي. دغو ځواکونو په خوست ښار کې د کرکټ د ملي لوبـډلې يو تن لوبغاړى هم وژلى و .

مخامخ د طالبانو سره

د افغانستان د جنګ په جبهه کی د طالبانو د مجربو جنګیالیو د انګړ څخه یو ځانګړی راپور


راپورتر : غیث عبدالاحد
منبع : ګارډین ورځپاڼه ( انګلستان )
نېټه : ۱۴/ ۱۲/ ۲۰۰۸
ژباړن : پياوړې ليکوال او د قلم خاوند نثار احمد صمد


د افغانستان د جنګ په جبهه کی د طالبانو د مجربو جنګیالیو د انګړ څخه یو ځانګړی راپور

قوماندان همت د کوټې د خاورین دېوال تر یوې کړکۍ لاندی چارزانو ناست و ، په یو زوړ پوځی جمپر ننوتلی ، دېوال ته یې ډډه لګولې او د مخابرې انتن یې د جېب څخه د باندی راوتلی و . څنګ ته یې خپل مرستیال ناست و چی په یو غټ کمپل کی پېچلی و ، پټه خوله ناست او خوبجن معلومېدی . په کوټه کی شاوخوا د ده افراد ناست وو چی مخونه یې څو کلني جنګ او لوږی ورپېچلي وو او ټولو کمیس او پرتوګ اغوستی وو ، شاجورونه یې په جېبونو کی ایښی او توری سترګی یې له ورایه ښکارېدلې . مخابرو یې ږغونه کول ، تلیفونونو یې مسلسل زنګونه وهل او دا وخت نور جنکیالي هم راغلل . ټولو چای وڅښلې او د هدایتونو تر اخیستلو وروسته بیرته ولاړل .
قوماندان همت په ټینګه وویل چی « سالار نوې فلوجه ده . امریکایان او افغان پوځ صرف لوی سړک او د هغه د دواړو خواوو پنځه پنځه متره کنټرولوی . متباقی زموږ ساحه ده . »
د وردک ولایت د سالار ولسوالي د کابل په ۸۰ کیلومترۍ ( ۵۰ میلۍ ) کی واقع ده . د کندهار- کابل لویه لار چی د دې ولسوالۍ څخه تیریږی ، د امریکا او ناټو د پوځیانو د اکمالاتو اصلی لاره ده . دا سړک چا ته هماغه د بغداد څخه تر فلوجه پوری سړک ور په یادوی چی هماغه د ماینونو د چاودلو لویی کندی او د ناټو د اکمالاتو سوځېدلي ټرکونه او کانټینرونه هره خوا پراته دي .
سږ کال د طالبانو حملې د ۲۰۰۱ را پدې خوا تر بل هر وخت ډیری سوي دي . همدا تېره اوونۍ څلور برتانوی پوځیان ووژل سول ، چی درې یې یو ۱۳ کلن هلک په هلمند کی د فدایی حملې په اثر ووژل . په عین حال کی د حکومت تر کنټرول لاندی سیمه بس هماغه د استحکاماتو په مابین کی ښارونه دي چی د جزیرو غوندی ښکاری او بس .
صرف یوه ورځ مخکی له دې چی زه هغوی وګورم ، د لس ګونو افغانانو سره پر سړک ولاړ وم او د دغه قوماندان او د هغه د سړیو د عملیاتو ننداره می کوله . یو سړی چی سترګی یې په فشار سره صافولې تر څو سم ووینی په یو باصلاحیته ږغ سره اعلان وکړ چی « جنګ » دی ، او دا مهال اسمان لویو ږغونو او چاودنو پر سر واخیست .
څو پیک اپ موټرونه چی د هغو افغانی ملیشو څخه چی د اکمالاتی کاروانونو د امنیت لپاره استخدام سوي او په راکټونو ښه مجهز وو په منډو د جنګ له جبهې راوګرځېدل او لویی دوړی یې جوړی کړې . تر سړک یوڅه ورلاندی درې امریکایی زرهپوش موټرونه ولاړ وو او د درنو مشین ګنونو پرله پسې ضربې یې کولې .
دغه جنګ یو ساعت په بر کی ونیو او کله چی لمر د لوېدو په حال کی و ، نو فیرونه هم متناوب سول . یوه ایف- ۱۶ ډوله جټ الوتکه په لوړ ږغ او ټیټه ارتفاع زموږ له سرونوتېره سوه چی تر شا یې په هوا کی د دود دوې لیکي پرېښودلې . امریکایانو دا مهال د سړک د څنډی کلي ته ور وځغستل . خلک هم نور نو خپلو بسونو او ټکسی موټرو ته وختل او ټولو موټرونو د مرمیو تر یو چت لاندی حرکت وکړ .

د همت انګړ ته ورغلې لار یوازینۍ هغه نرۍ لاره ده چی د لوړو خاورینو دېوالونو او باغونو تر منځ تیریږی . یو ځوان بدرګه کونکي طالب موږ خپل ځای ته بوتلو او خپل کلاشنیکوف یې تر کمپل لاندی پټ کړی و . یو څه واټن هغی خواته د افغان پوځ او پولیسو یوه احاطه سوې پوسته له ورایه ښکارېده .
قوماندان په داسی حال کی چی خپل ثابت نظر یې چت ته چی یو څه کښته و ، نیولی ، راته وویل چی « پرون زما سره فقط ۱۸ جنګیالي وو . تا پخپله ولیده چی څومره افغانی اجیر او امریکایان هلته موجود وو . د خدای په فضل او برکت سره جنګ د بدلېدو په حال کی دی . کله چی ما په دې سیمه کی درې کاله مخکی لاس ور واچاوه ، نو صرف شپږ جنګیالي می لرل او لکه دغه چی ته یې ګورې یو راکټ او دوه مشین ګنونه راسره وو . » ده دا مهال هغه « بی کی سی » مشین ګن ته اشاره وکړه چی پر مځکه همداسی پروت و ، او زیاته یې کړه : « خو نن تر پنځه سوه هم زیات جنګیالي ، ۳۰ مشین ګنونه او په سلګونو راکټونه لرم . امریکایانو په سلګونو پولیس استخدام کړي ، هغوی تل پر سړکونو ګزمه کوی ، خو کنټرولولای یې نه سی . تېره اوونۍ هغوی په هلیکوپترونو کی راغلل او دا سیمه یې وڅارله ، دوی دلته خپلی ګاډی نه سی چلولای او هیڅکله هم د خپلو ټانکونوسره نه راځی ، دا ځکه چی ټوله سیمه ماینونه دي . »
قوماندان همت چی نري اوږده بریتونه او پاکه ښه ساتلې ږیره لری ، د طالبانو یو تجربه کار جنګیالی دی . ده په ۱۹۹۰ لسیزه کی کله چی اوولس کلن و ، د کابل په شمال کی د شمالی په هوارو کی د شمال اییتلاف د ځواکونو پر ضد جنګ راپیل کړی و . خو کله چی پایتخت سقوط وکړ نو دﺉ هم پټ سو او درې کاله وړاندی چی کله د سالار قوماندان ووژل سو نو دﺉ یې قوماندان سو .
ده راته وویل : «موږ چی کله د شمال اییتلاف سره جنګېدو نو مخامخ ورسره جنګېدو . خو دا جنګ ډېر مشکل دی ، ځکه د اسمان کنټرول د دښمن سره دی او هغوی بې حسابه وسلې لری . کله کله زه وبېرېږم ، هر انسان بېرېدای سی . خو موږ ځکه شوق او جذبه لرو چی د کافرانو سره جنګیږو . دا یو ښه خوندور کار دی . »

د همت جنګی افراد په کوټه کی شاوخوا ناست ول . یوه یې باالکل سمه عربی ویله چی لهجه یې یو څه سعودی غوندی وه چی ده « د عربو وروڼو تر څنګ په جنګ کی » زده کړې وه . د ده کلاشنیکوف په زرغون او سور سلوسن ټیپ سره ښکلی سوی و او زموږ تر منځ پر مځکه پروت و . ده وویل چی « وروره ، دغه پولیس او پوځیان د ړندو غوندی دي ، دوی هیڅ شی په سترګو نه وینی . »
همت او نورو هغو قوماندانانو چی ما ولیدل ، د طالبانو پر مخ تللې شبکه او ملکی اداره راته تشریح کړه . هر ولایت د طالبانو خپل والی ، پوځی مشر او شورا لری . تر هغو را لاندی د ولسوالیو قوماندانان دي لکه همت ، چی دوی بیا نور کوچني واحدونه لری . ډېر خلک وایی چی د طالبانو تر واک لاندی د ولسوالیو د ملکی ادارې قضایی سیسټم د حکومتی سیسټم څخه چی خورا فاسد او بې تأثیره دی ، ډېر اغیزمن دی . په نوم ټولي شوراګانی ملاعمر ته د هدایت په تمه وی ، خو په واقعیت کی هر ولایت او ولسوالي خپله اداره لری .

ملا محمدی د همت یو ګروپی قوماندان وروسته راورسېد چی اوږد چرمی کوټ یې اغوستی او لنګوټه یې تر نورو غټه تړلې وه . ده راته وویل چی « دا صرف چریکی جنګ نه دی ، او نه هم په جبهه کی کوم منظم جنګ دی . بلکی دا دواړه دی . » ده په هغو سیمو کی چی طالبانو نیولي ، د خپلی پیاوړی ادارې د تشریح کولو د اهمیت په هکله داسی راته وویل : « کله چی موږ یو ولایت کنټرولوو نو باید چی خلکو ته یې خدمت هم وکړو . موږ غواړو چی خلکو ته وښیو چی موږ حکومت هم کولای سو او موږ ځکه نو د هغسی ورځی لپاره که کابل ونیسو چمتو یو او دا هغه څه دی چی موږ د خپلو اشتباه ګانو څخه زده کړ . » محمدی وویل چی د ده ګروپ غواړی په هفته کی څه نا څه دری حملې وکړی خو کافی تجهیزات نه لرو . ده زیاته کړه چی : « موږ ته اطلاع راسی چی امریکایان او حکومتی خلک راځی او بیا نو موږ هم پر هغوی ګوزارونه وکړو . هره سیمه جدا جدا ستراتیژی لری ، دلته موږ پر اصلی سړک باندی حملې کوو . خو په دې سیمه کی هره خوا د ولایت کلي ټول زموږ په کنټرول کی دي . »
ده وروسته خپله توره کڅوړه خلاصه کړه او یو لېپ ټاپ کمپیوټر یې ورڅخه راوکیښ . نور جنګیالي یې پر صفحه باندی را تاو سول او هغه لنډ فلم یې وکوت چی محمدی د خپلی یوې حملې څخه فلمبرداری کړی و . دغه فلم څو جنګیالي ښودل چی مخونه یې پټ وو . ملا محمدی یو کس ته اشاره وکړه او ویې ویل چی دا نفر قوماندان دی . هغه د سړک پر څنډه تر یوې وني لاندی ولاړ و . کله چی د پولیسو یو زرغون پیک اپ موټر تېرېدی ، نو دغو کسانو فیرونه پر وکړل .
دوی په دغه کمپیوټر کی د یو امریکایی عسکر تصویرونه هم ښکاره کړل . هغه د لرګیو او تختو څخه په یو جوړ سوي دفتر کی د کمپیوټر سکرین ( صفحې ) ته ناست دی . دوه نور پوځیان یې تر شا ولاړ دي او ټوله کېمرې ته خاندی . په یو بل عکس کی هغه د خپل افغان ترجمان سره دباندی ولاړ دی . ملا دا وخت راته وویل چی « موږ دغه پوځی وواژه او کمپیوټر مو یې ونیو . هغه په عراق کی هم وظیفه اجرا کړې وه . »

نوي طالبان –
د غزنی ښار پر همدې سړک د کابل د جنوب په ۱۴۵ کیلو مترۍ ( ۹۰ میلۍ ) کی پروت دی . د عصری نړۍ سره د هغه یوازینی تړاو د برق څو پایې ، د پولیسو پیک اپ موټرونه ، او یو تباه سوی زوړ روسی ټانک دی چی د ۱۳ می پیړۍ د یو ارګ پر کنډوالو باندی ولاړ دی .
په هغه هوټل کی چی د بازار یو څلور لارﺉ ترې معلومېدی ، ما د یو ځوان طالب جنګیالي سره ملاقات وکړ . هغه چی تر شل کلنۍ اوښتی او درې کلنه جنګی سابقه لری ، د طالبانو د هغه نوي نسل د جملې څخه دی چی د امریکا په واسطه د طالبانو د سقوط څخه څو کاله وروسته د دې تحریک سره یو ځای سوی دی چی اوس یې دوهم ځلي پاڅون بولی . قاری امان الله په دې ښکلې کوټه کی د یو کټ له پاسه خپلی پښې غزولي او تنه یې پر څنګلو ایښې وه . د کړکیو څخه د کباب بوی او د موسیقی ږغ راتلی . امان الله وویل چی زه د یوې داسی کورنۍ څخه یم چی یو څه مځکه لرو . دﺉ هغه مهال د طالبانو سره یو ځای سوی و چی هغوی لا په قدرت کی وو . ده په یوه محلی مدرسه کی تعلیم کاوه او هلته یې ۱۲ کاله قرآنی او مذهبی تعلیم حاصل کړ . ده چی کله قران په یاد کړاو قاری سو نو خپلی زده کړی یې خوشی کړې او جنګ ته ولاړ . ده راته وویل چی : « زه ځکه جنګ ته ولاړم چی د کافر اشغالګر سره مقاومت وکړم . دلته ډېر پخواني طالبان شته دي ، خو زما په ګروپ کی اکثریت نوي کسان دي . موږ د طالبانو تر سقوط وروسته ورسره یوځای سوی یو خو رهبری مو یوه ده . »
امان الله راته تشریح کړه چی څنګه د ده کلی د امریکایانو او د هغوی د نماینده حکومت سره د جنګ تر عهدې وزی . هره کورنۍ خپل یو زوی جهاد ته وقف کوی خو نور نارینه یې په کرونده کی کار مخته بیایی « کټ مټ لکه په مدرسه کی چی یو زوی مدرسې ته د دینی تعلیم لپاره ځی او نور یې کارونه کوی ، په جهاد کی هم خبره همداسی ده : یو زوی جنګ ته ځی او نور کارونه کوی . »
ده د حکومت او امریکایانو دا تورونه رد کړل چی وایی طالبان د پیسو لپاره جنګیږی . « دا ټول درواغ دي . په تیرو څو اوونیو کی موږ د حکومت زیات ټرکونه او موټر ونیول ، نو که موږ د پیسو لپاره جنګېدای ولی مو هغه ټول وسوځول ؟ »

څو ساعته وروسته دروازه وټکېده او دوه خلک راغلل . یو نفر د موټر سایکل سوررنګه هلمیټ خولۍ پر سر کړې وه او شین کمیس یې اغوستی و . ده خپل هلمیټ ایسته کړ ، اوږده وریښتان او صافه اوږده ږیره یې ښکاره سوه چی تر ځیګر پوری یې رسېده . هغه د خپل کمیس او پرتوګ څخه علاوه د ۱۹۶۰ کلونو کړه وړه ظاهروله . ده توضیح کړه چی د یو کوچني سل کسیز ګروپ قوماندان دی . دﺉ چی مولوی عبدالحلیم نومېدی د جومات امام او په عین حال کی یو جنګیالی هم و . ده راته وویل چی پاڅون لومړی بې نظمه و چی هر ګروپ به په خپل سر جګړه کوله . بس تر ۲۰۰۵ پوری دا ټول جنګیالي سم منظم او متشکل نه وو . « زه هغه مهال چی طالبانو حکومت کاوه په مدرسه کی وم او تر امریکایی نیونی وروسته ورسره یو ځای سوم . د مدرسې ګڼ شمېر طالبان په جنګ ورګډ سول خو دا په دې معنا نه ده چی موږ نو خپلی زده کړی پرېښودلې . »
مولوی عبدالحلیم هم د قوماندان غوندی د طالبانو لخوا د کلیو د کنټرولولو ستراتیژی ، د یوې متناوبی ادارې استقرار او د حکومتی کنټرول د توږلو په خاطر د ښارونو کښېکښل راته تشریح کړل : « په هغو سیمو کی چی حکومتی یا بین المللی ځواکونه موجود وی ، نو هغوی صرف خپلی پوستې او دهغو یو کیلو متر شاوخوا ساحې کنټرولوی ، او نوری ټولی سیمی موږ کنټرولوو. که موږ کلی ترې جدا کړو نو ښارونه به زموږ تر کنټرول لاندی راسی او دا مو د شورویانو د وختو تجربه ده . »

د غرمې ډوډۍ پر یو اوږد پلاسټیکی دسترخوان باندی تیاره سوه . چوپړوال څو غټی ډوډۍ زموږ مخی ته را وغورځولې او بیا یې د قابلی پلو او غورمې د غوښو غابونه راوړل . عبدالحلیم ادامه ورکړه چی « هغه دوه لوی مشکلات چی موږ یې د طالبانو په محکمو کی لرو د غلو او د ځمکو شخړی دی . کله چی موږ دا ستونزی حل کړو نو بیا د خلکو زړونه ګټو . موږ یو ځل د جهاد څخه حکومت ته ولاړو او نن دا دی بیرته په جهاد کی یو . موږ د هغو اشتباهاتو څخه سبق واخیست چی کړی مو وو . رهبران مو هماغه دي خو جنګیالي مو نوي دی او دوی نه غواړی چی د هغو کسانو غوندی سی چی حکومت یې کاوه او اشتباهات یې وکړل . »
ده د رایو ثبتولو د وروستي ناکامه بهیر په هکله معلومات راکړل چی په غزنی کی روان وو یعنی دا چی طالبانو په څنګه اغېزمنه توګه کلی ورڅخه بېل کړل . « موږ د سړکونو پر څلور لارو ودرېدو او خلک مو په آینده انتخاباتو کی د ثبت له جریانه منع کول ، حتی که به مو طیارې د سرونو له پاسه الوتلې بیا یې هم موږ د دې څارونکی ممانعت څخه پر شا نه کړو . زموږ ځینو کسانو به حتی خلک تر بازار پوری تعقیبول تر څو اطمینانی سوی وای چی هغوی خو به د نوم ثبتول نه کوی . همدا اوس د نوم ثبتولو جریان زموږ په ولایت کی تقریبأ درېدلی دی . » خو ولی تاسو خلک د دې رایو ورکولو څخه منع کوی ؟ « دا خو ښه کار دی . مګر اکثریت خلک پوهیږی چی دا نوی حکومت د هغوی سره کومک نه کوی او موږ صرف د هغو کسانو مخنیوی کوو چی په دې نه پوهیږی . »
مولوی چی خبری کولې نو امان الله کړکۍ ته ناست و ، پرده یې یو څه کش کړه او چوک ته یې په ځیر ځیر وکتل . د چوک پر هغه بله خوا د پولیسو دوه موټرونه ولاړ وو .

ښاری طالبان –
ټول طالبان ږیری نه لری . په کابل پوهنتون کی د طالبانو ملاتړ د خورا ډېرښت په حال کی دی . د کابل په یو کوچني خیرن هوټل کی ما د طالبانو د ملاتړي یو ګروپ محصلینو سره ملاقات وکړ . په دې کوټه کی دوې نالۍ پر مځکه هواري وې ، ټلویژیون هم د دپتیو پر کارتن پروت و او د د دروازې له ها خوا د تشناب یو بد بوی راتلی . د کړکۍ څخه د ترافیک موټر د خبرداري ږغونه او د جنریټر ناوړه اواز راتیً . د سهار پر ناري باندی چی پنیر ، شنې چای او ډوډۍ وه ، دغو ځوانانو خپلی کیسې راته کولې .
د لقمان د سر وریښتان پر دوو برخو اوښتی او پر تندی یې یو څه راځوړند وو . ده ږیره پاکه خره یلې وه او نري نري برېتونه یې پرې یښی وو . د ده ژیړبخن کمیس اُتو سوی و ، او نسواری رنګه جمپر یې ښه پاک و چی د کابل د دوړو او دود څخه ساتلی و . د ده سره په یو تور پوښ کی کمپیوټر ورسره و او کله چی یې په خبرو پیل وکړ نو داسی ښکارېدی لکه په راډیو کی چی وینا اوروی . ما د هغه څخه د کرار خبرو کولو هیله وکړه . په هر صورت ، داسی معلومه سوه چی هغه یو پټ جنګیالی و . لقمان د طالبانو پخپله اعلان کړی ملاتړی و چی د تحریک ویب پاڼه یې ورسموله . ده ښه عربی او بهتره انګریزی ویله . دﺉ د تحریک د فرهنګی شورا غړی و . « موږ اوضاع څارو او کله چی کومه داسی مسأله ووینو چی د طالبانو لپاره ښه تبلیغی وی ، نو هغه راپورته کوو او خلک ورته متوجه کوو : هغه لکه د اشغال مسایل او د دوی لخوا د خلکو ترور او ډارول ، د حکومت کړه وړه ، او لنډه دا چی هر هغه څه چی د طالبانو په ګټه وی . » ده وویل چی ویب پاڼه په هر ساعت کی یو ځل تازه ( اپ ډېټ ) کیږی . « موږ ټول هغه وسایل چی ورته اړ یو ، لرو . اکثریت موږ په انګریزی ، عربی ، پښتو او دري ژبو ږغیږو . »
دﺉ کله چی طالبان واکمن ول ، د هغوی ملاتړی نه و « خو کله چی اشغال پېښ سو او د دوی ظلمونه مو ولیدل نو د طالبانو سره یو ځای سوو . زما ډېر د پوهنتون ملګری د طالبانو سره په دې خاطر نه دي یوځای سوي چی هغوی نو ګواکی طالبان دي بلکی په دې دلیل چی هغوی د دې حکومت او اشغال پر ضد دي . هیچا نه غوښته چی طالبان دې بیرته راسی ، خو کله چی عادی خلکو د حکومت فساد ولید ، کله چی هغوی ولیده چی جنګسالاران بیرته راغلل ، نو عوامو هم د مقاومت ملاتړ ته لاس واچاوه . »
ده وویل چی « تحریکِ طالبان » [ د طالبانو اوسنی غورځنګ ] هغه طالبان نه دي چی واک یې چلاوه . ده ټینګار وکړ چی پر هېواد باندی د هغوی قبضه ورځ په ورځ ټینګیږی : « طالبان پر کابل باندی خپله دایره ورځ په ورځ تنګوی او د حکومت د سقوط نښی نښانې د ټولو هغسی حکومتونو د سقوط نښو ته ورته دي چی د پاڅون سره مخامخ وی : دوی صرف ښارونه کنټرولوی ، بازارونه په دوی ډک دي او موږ حتی په همدې بازارونو او کوڅو کی هم خپل استخبارات لرو . »
یو بل ځوان چی عبدالرحمن نومېدی ، وویل چی دﺉ د ورځی په کابل پوهنتون کی محصل دی او د شپې لخوا یو خصوصی ښوونځی ته ځی . ده په یوه قاعدوی انګریزی سره راته تشریح کړه چی څنګه د طالبان لپاره په محصلینو کی ځوانان جذبوی . « زه د پوهنتون په دننه او بهر کی ملګري په دې باوری کوم چی طالبان را روان دي . موږ ټولی هغه اسانتیاوی چی په واک کی لرو ګټه ترې اخلو ، زموږ خبری ، او زموږ قلمونه په پوهنتون ، بازار او د ښار په هره برخه کی د تحریک د خدمت لپاره دي . »
خو د پیغور خبره دا ده چی په ښارونو کی د طالبانو لپاره د پلویانو د جذبولو په لار کی عبدالرحمن د بیان د هغه آزادۍ څخه کار اخلی چی همدې افغان حکومت ورته برابره کړې ده . « اوس په افغانستان کی د بیان ازادی موجوده ده او موږ د حکومت څخه نه بیریږو . موږ په احتیاط سره خپل کار مخته بیایو ، موږ که وغواړو نو د خلکو سره د سیاست او ورځنیو مسایلو په هکله خبری کوو . حکومت ډېر کمزوره دی تر څو موږ تعقیب او کنټرول کړی . »

هو ، څو اوونۍ وروسته ما یو ځل بیا ملا محمدی ته تلیفون وکړ او ورڅخه ومی غوښته چی غواړم یو ځل بیا درسم او د قوماندان همت سره وګورم . خو ده په تلیفون کی په عربی ژبه ځواب راکړ چی « یا ، اوس هوا ډېره سړه سوې ده . موږ یو ګاونډی هېواد ته تلونکی یو . په راتلونکي کال کی به درسره وګورو . » پای


مدال غیرت !!

نورالله وثوق
سلام
برای شما شعری میفرستم . لطفا در بلندای آن پرتاب کفش خبر نگار عراقی و مدال آقای کرزی را که بر روی سینه حضرت بوش چسبانیده را پهلوی هم قرار دهید لذت بخش است

ارادتمند
و ثوق

* * * * * * * * * * * * * * * *
17 -12- 08

مدال غیرت

زبس آتش فروز بی مجا لیم
جهنم را پذیرای مدالیم
به لنگ کفش احساسی نیرزیم
اگر چه مدعی قیل و قالیم
..................
هالوکاست
زهر سو آتشی در خواست گشته
چمن چونان چو هالو کاست گشته
چسان ناز ستم بالا نگیرد
که مو ها بر بدنها راست گشته
.......................
نفیر بوفها
نحوست را چه خوش دنبال گشتیم
نفیر بوفها را با ل گشتیم
ز سوی دسته دسته فوج ظلمت
چه رنگا رنگ استقبا ل گشتیم
.........................
رود و دود
بیا تا دیر ها را زود بینیم
به جای رود موج دود بینیم
بیا هنگامه ی عشق و صفارا
ازین گلشن دم بد رود بینیم
..........................
مشت جا دو
ز بس دست ستم رو گشته یاران
سکوت هرسو سخنگو گشته یاران
قسمها مان به قرآن محمد
که رسوا مشت جا دو گشته یاران
........................
فکر زیبا
نه سیمرغی نه عنقایی پدید است
نه اینجا اوج زیبایی پدید است
نبینی غیر بوی لاشه ی درد
که کر گس را رد پایی پدید است
.............................
طلایی زلفکان
به دو دیده که پابست شماییم
گدای گشنه ی مست شماییم
طلایی زلفکان ما را به بخشید
که آخر کشته ی دست شماییم
.........................
پرده ی رنگ
اسیر پرده ی رنگ شماییم
که می گوید که دلتنگ شماییم
هر آیینه زبانم مو کشیده

که بیزار از دل سنگ شماییم
.............................

دود وخاکستر
به لبها خنده ی را تر نداریم
محبت را مگر باور نداریم
چنان در آتش غربت اسیریم

که حتی دود و خاکستر نداریم
........................

بی لجام

چمن در دست باد بی لجام است
هراسان سایه ی سرو خرام است
به چنگ هر خسی آلاله ی چند
که اینجا موج بازار سهام است


تازه خبر: كندهار ته نوى والي وټاكل سو


له جمهوري رياست څخه يوې باوري سرچينې وه ويل چي د ولسمشر كرزي له خوا كندهار نوى والي وټاكل سو.
ډاكټر توريالى ويسا چي نيژدې دوې لسيزي يې په امريكا د مهاجرت ژوند كاوه، د كمونستانو په حكومت د كندهار پوهنتون تر تاسيس وروسته د دغه پوهنتون لومړنى رئيس و، چي د سرچيني په وينا ډېر ژر به د كندهار د والي په توګه كار پيل كړي.
كندهار چي تر كابل وروسته د افغانستان دوهم لوى ښار دئ، په دې وروستيو دوو كلونو كي ورځ تر بلي پكښي امنيتي حالت خرابېږي او پر ولايتي اداره يې په نړيواله كچه د فساد تورونه لګول كېږي.
ښاغلى ويسا په داسي حال كي د جنرال رحمت الله روفي پر ځاى د كندهار والي ټاكل كېږي، چي پخوانى والي روفي تر درې نيم مياشتني كار وروسته په ناڅاپي ډول د ولسمشر كرزي له خوا ليري كړل سو.
پخواني والي رحمت الله روفي وويل چي دى د كندهار د ولايتي شورا له رئيس او د ولسمشر حامد كرزي د ورور احمدولي خان کرزي سره د مخالفت پر اساس له خپلي دندي څخه ګوښه او کابل ته ور وغوښتل سو.
د کندهار ښار يو شمېر لیکوالانو، ادیبانو، پوهانو او د اند و قلم خاوندانو د یوې خبري ناستي له لاري د جنرال روفي ننګه او ملاتړ وکړ او د يوه پرېکړه ليک په ترڅ کي يې د کابل پر لوړپوړو مقاماتو په ګډه ږغ وکړ، چي د روفي د ګوښه کېدو لامل په ډاګه كړي او د کندهار دپاره دي والي د يوه تن په خوښه نه، بلکي د ټول ولس په خوښه انتخاب کړل سي، کنې د کندهار ولس به په راتلونکو ټولټاکنو کي خپل بای کاټ اعلان کړي.

عراق: پوځي کودتا شنډه شوه


د عراق دولت وایې چې هغه کودتا یې شنډه کړي چې د کورنیو چارو وزارت د یو شمیر جنرالانو له خوا پلان شوي وه. عراقي حکومت وویل چې په دې تړاو یې ۳۵ هغه کسان نیولي چې غوښتل یې د صدام حسین د بعث ګوند د یو شمیر غړو په پلوي اوسنی حکومت ړنګ کړي. په نیول شویو کسانوکې د څلورو عالي رتبه جنرالانو اود عراق د کورنیو چارو وزارت د داخلي چارو د مشر نوم هم اخیستل کیږي. د امریکې نیویارک ټایمزورځپاڼي د خبر پر بنسټ چې دا دسیسه د عراق د لومړي وزیر د هغه ځانګړي ځواک له خوا شنډه شوي چې د ترهګرۍ پر ضد فعالیت کوي.نیول شویو کسانو په ځان لګیدلي تورونه بي اساسه بللي دی.

کاي آيدي خواهان تجديد نظر در مساله افغانستان شد

دويچه ويله : کاي آيدي نماينده ويژه سرمنشي سازمان ملل متحد در افغانستان به روز۴ شنبه در يک نشست خبري از جامعه جهاني خواست تا به منظور بهره گيري بهتر کمک ها در افغانستان، يک هسته قوي به خاطر نظارت از چگونگي نحوه به مصرف رسيدن کمک ها ايجاد گردد.

کاي آيدي نماينده خاص سرمنشي سازمان ملل متحد در افغانستان در آخرين بيانيه اش در سال روان ميلادي با قاطعيت بيشتر صحبت نموده وخواستار جديت بيشتر سازمان ملل متحد در اجراي برنامه ها در تمام زمينه هاي بازسازي در افغانستان گرديد. او گفت که در سال آينده برنامه هاي سازمان ملل متحد در افغانستان دو برابر خواهد شد. او به ادامه گفت که در بيشتر ولاياتي که تا کنون دفتر اين سازمان باز نشده است، به زودي گشايش خواهد يافت واين سازمان تلاش دارد تا روابط خودرا با مردم بيشتر و نزديک تر سازد. آقاي ايدي گفت که او از دفتر مرکزي اين سازمان تقاضاي افزايش بودجه را نموده است که مورد قبول واقع شده است.

کاي آيدي نماينده ويژه سرمنشي سازمان ملل متحد در افغانستان در مورد توافق هاي افغانستان ونيروهاي خارجي گفت که بايد در اين مورد تجديد نظر به عمل آيد.

آيدي اشاره کرد که تلاشي خانه هاي مردم، بازداشت هاي خودسرانه و همچنان بمباردمان هاي نيرو هاي هواي از جمله مواردي اند که بايد بالاي آن دوباره کار صورت گيرد.

نماينده ويژه سرمنشي سازمان ملل متحد در افغانستان پيشنهاد کرد که در تلاشي خانه هاي مردم واجراي بعضي عمليات ها بايد از خود افغانها کمک خواست. وي همچنان شفافيت در برنامه ها و موثر بودن کمک ها را در افغانستان غيرقناعت بخش خوانده و دليل آنرا نبود نظارت جدي و شديد عنوان نمود.

کاي ايدي در مورد کمک ها به افغانستان (بدون آنکه که از کدام کشوري نام برد) گفت که بعضي از کشور ها بازيگراني در افغانستان دارند که به هر شکلي که کمک ها را به مصرف برسانند، کسي از آنها بازخواست نمي نمايد. وي خواستار يک هسته مرکزي شد که در آن از هرکشور کمک کننده قوي يک نماينده حضور داشته باشد وبر نحوه به مصرف رسيدن کمک ها نظارت نمايد.

د نړۍ منفورې څېرې له افغانستان نه مډال يوړو!
د امريکا اوسنى ولسمشر جورج بوش د ترسره شويو نظرپوښتنو له مخې د نړۍ تر ټولو منفوره او کرکجنه څېره پېژندل شوې ده. بوش په تېرو څو کلن پېر کې پر نړۍ يوازې جګړه، وير، غم او مالي ناورينونه تپلي دي. د ولسواکۍ، نياو او د کمزورو د ملاتړ چيغې يې ټولې اپوټه ختلې او خلک نور د امريکا له بهرنيو سياستونو تر پوزې رسېدلي دي. نړيوالې سروې ګانې جورج ډبليو بوش د نړۍ تر ټولو بدمخې او مرداره څېره ګڼي. د عراقي ژورناليست منتصرالزيدي دا وينا د بوش په اړه سل په سلو کې صدق کوي: ((سپيه! .....)).
په عراق کې د جورج بوش د مخه ښې او هرکلي دود په بوټانو سر ته ورسېد. يوه پر ولس مين ژورناليست د نړۍ د يوه سړيخور حيثيت د املوکو په تول وتله. دا د بوش له شان او حيثيت سره يوه وړ او مناسبه ډالۍ وه. دا تر وسله وال بريد کارنده و او اغيزناک و.
عراقي ولس د خپل بااحساسه ژورناليست له لارې د امريکا او سپينې ماڼۍ پر وړاندې خپله کرکه وښوده، خو موږ څه وکړل؟ زموږ استازي بوش په مډال ونمانځه. دا د هغه کس مډال دى، چې د افغانستان د خپلواکۍ وياړ پورې تړل کيږي. دغه مډال له تېرو اووو کلونو راهيسې يوازې پر بهرنيو پوځي قوماندانانو او دولتمشرانو پېرزو کيږي. چا، چې پر دې ملت ډېر بمونه ورولي او څوک، چې سهار او ماښام زموږ وينه څښي، د غازي امان الله خان د مډالونو وړ دي.
ولسمشر کرزى به هم ښايي پر دې ښه پوهيږي، چې بوش او دده نور جګړه مار ياران يوازې په بوټونو ارزي، خو دا هم ښايي دده بېوسي او ناچاري وي، چې دغو خلکو ته تر نوري المالکي او نورو بلواکو مريې ګانو ډېر سرټيټى کوي.
عزت او ذلت د خداى په لاس کې دي، هيڅ ذليل او لاسپوڅى تراوسه د بري پر درشل نه دى ورغلى. که کرزى دا تمه کوي، اشتباه کوي. د ذلت ژوند لنډ او خورا رټلى ژوند دى.
د يوې داسې ورځې په تمه، چې د بل پرځاى موږ خلکو ته نمونه وګرځو.

یک معلم عرب : کفش " الزیدی " را 10 میلیون دالر میخرم !

يك معلم متقاعد عرب اعلام كرد، كفش خبرنگار عراقي را كه به نشانه اعتراض به سياست‌هاي امريكا به‌سوي جورج بوش پرتاب كرد،به قیمت 10 ميليون دالر مي‌خرد.

"حسن محمد مخافه" معلم یک مکتب از منطقه "عسير" عربستان پيشنهاد داد كه كفش خبرنگار عراقي را كه به سمت جورج بوش، رئيس جمهوري امريكا پرت شده است 10ميليون دالر خريداري كند.

وي افزود، صاحب مال و املاك و زمين‌هاي زيادي در منطقه عسير واقع در جنوب‌غربي عربستان است كه...

از قيمت پيشنهادي اين كفش بيشتر است.
اين معلم مسلمان كه بازنشسته است (تقاعد کرده است )، گفت: اين ملبغ اكنون آماده است و در مقابل دريافت كشف اين قيمت را پرداخت خواهد كرد.
وي ارزش‌ كار اين خبرنگار را از تمامي املال و دارايي‌هايش بيشتر دانست و افزود: آن را براي فرزندانش به ارث مي‌گذارد تا نمادي به نام مدال آزادي باشد.
اين معلم بازنشسته سعودي در ادامه سخنان خود خاطرنشان كرد كه مطمئن است كه اين 10 مليون جبران خواهد شد ولي به اين موضوع به ديده تجاري و سودي نمي‌نگرد بلكه آن را بخشي از كرامت امت مي‌داند كه سياست‌هاي دولت كنوني امريكا با اشغال بخش‌هايي از كشورهاي اسلامي مثل عراق و افغانستان آن را از بين برده و باعث كشته‌شدن افراد بي‌گناه شده است.
وي با تأكيد بر اينكه با امريكا و مردم اين كشور هيچ گونه خصومتي ندارد و مردم آن را محترم مي‌داند، گفت: سياست دولت اين كشور است كه ملت آن را در ماجرايي هايي گرفتار كرده كه ارزش‌هاي ملت‌هاي اسلامي را زير سؤال برده است.


اسدالله خالد: د پارلماني چارو وزارت مي ځکه ونه مانه چي ...

اسدالله خالد وروسته له هغي دولسمشرحامدکرزي لخوا دسرحدونواوقبايلو دچارو دوزير په توګه وټاکل شو چې هغه حاضر نه شو چې دپارلماني چارو وزارت قبول کړي .

اسدالله خالد چې دحامدکرزي په حکومت کې ترډيره دامريکايانووفادار شخص دي څه موده وړاندې چې دکندهار والي وو له دندې ګوښه شو اوبيا دپارلماني چارو دوزير په توګه ټاکل شوي وو خو هغه دپارلماني چراو وزارت نه وومنلى .

خالد وايې چې دپارلماني چارو په وزارت کې يې کار نه شواي کولاي اودقبايلو دوزير په توګه به په سرحدونو کې ښه خدمت وکړي ځکه چې پلار يې دشوراوکيل پاتي شوي ا ودسرحدي قومونواوټبرونو سره ډير ې ښې اړيکي لري .

هغه داهم وويل چې دپارلماني چارو وزارت يوايلاي وزارت وو اودسرحدونواوقبايلو وزارت خو يوکليدي و زارت دي اوپه ټولو ولايتونوکې رياسونه اوپه ولسواليو کې مديريتونه لري اوډير واکونه لري .

داخوټول پوهيږي چې اسدالله خالد ولي دقبايلو وزارت خوښ کړ خوکاشکي چې ده په سرحدونو کې ستونزې ورکي اوياهم کمي کړي خوفکر نه کوم چې داوړۍ دې شړۍ شي .

اسدالله خالد تيره ورځ دغلام جيلاني پوپل لخوا چې دحامدکرزي په حکومت کې دسيمه ايزو ارګانونودنويي خپلواکې اداري مشر دي دسرحدونو وزارت کار کوونکيوته وروپيژندل شو .

په دې معرفي غونډه کې امنيت ملي مشر امر الله صالح اودکډوالو اوبيرته راستنيدوونکيو دچارو وزير کريم براهوي اوشمير مخور اودولسي جرګې وکيلان هم حاضر وو .


سرنوشت کفش هایی که به سوی جورج بوش پرتاب شد چه شد ؟!
مقامات امنیتی عراق و امریکا، کفش هایی را که خبرنگار عراقی به سمت رئیس جمهوری امریکا پرتاب کرده بود، برای اطمینان از اینکه در آنها مواد منفجره کار گذاشته نشده باشد، تکه تکه کردند.

به گزارش "فرانس پرس"، قاضی تحقیق رسیدگی به دوسیه پرتاب لنگه کفش به طرف جورج بوش، با بیان این مطلب، افزود:
مقامات امنیتی عراقی و امریکایی، پس از بررسی این کفش ها، آنها را تکه تکه کردند. این خبرگزاری از بغداد گزارش داد: ....
قاضی عراقی تصریح کرد، پیدا نشدن مدرک در این دوسیه، به توقف ادامه روند تحقیقات منجر نخواهد شد.
قاضی مسئول این دوسیه گفت: ترجیح می دهم این کفش ها همچنان به عنوان مدرک در این پرونده باقی بماند.

این مقام دستگاه قضایی عراق افزود: با توجه به اینکه منتظر الزیدی، خبرنگار عراقی "شبکه البغدادیه" که کفش هایش را به طرف بوش پرتاب کرده بود، به اقدام خود اعتراف کرده و تصاویر تلویزیونی آن نیز از تلویزیون پخش شده است، این تحقیقات می تواند ادامه یابد.



وزير تجارت به خيانت ملي متهم شد

8صبح : محمد امين فرهنگ، وزير تجارت کشور روز گذشته براي استيضاح به ولسي جرگه فراخوانده شده بود، اما وي در ساعات قبل از ظهر از حضور در ولسي جرگه خودداري كرد.
آقاي فرهنگ ظهر روز گذشته پس از آن كه به گفته ي برخي از نمايندگان، رييس جمهور به او دستور داد تا به استيضاح حاضر شود،‌ وارد صحن ولسي جرگه شد، اما نمايندگان حضور او را نپذيرفتند و جلسه ی استيضاح به امروز موكول شد. پيش از اين وزير امور پارلماني با ارسال نامه اي به ولسي جرگه نوشته بود كه آقاي فرهنگ يك هفته وقت خواسته تا به سوال هاي نمايندگان پاسخ ارايه كند.
دليل استيضاح وزير تجارت،‌ عدم كاهش در نرخ تيل و ورود تيل بي كيفيت در كشور خوانده شده است.
پيش از اين آقاي فرهنگ در گفتگو با رسانه ها گفته بود كه به دستور حامد كرزي، رييس جمهور کشور در ولسي جرگه حاضر نمي شود، زيرا مواردي را كه ولسي جرگه مي خواهد از او بپرسد، مربوط به اين نهاد حکومتی نمي شود.
برخي از نمایندگان آقاي فرهنگ را به خيانت ملي متهم كردند. شكريه باركزي، نماينده مردم كابل در ولسي جرگه گفت كه وزير تجارت با وجودي كه بار ها براي استيضاح به پارلمان فراخوانده شده، در مجلس حاضر نشده و در برابر شورا بي اعتنايي كرده است: «ديگر ما نمي خواهيم برخي از وزیران را به عنوان وزير در آدرس حكومت بشناسيم. وارد كردن كالاي بي كيفيت خيانت ملي است. ما براساس قانون اساسي مي توانيم آقاي فرهنگ را به محكمه ی خاص محول كنيم». شماري از نمايندگان ديگر نيز با تاييد گفته هاي خانم باركزي خواستار به محاكمه كشاندن وزير تجارت شدند.
خانم باركزي افزود به دليل اين كه بار بار از وزير تجارت تقاضا شده تا در ولسي جرگه حاضر شود،‌[حالا که او حاضر نشده] نمايندگان مي توانند او را سلب صلاحیت غيابي كنند. به نظر خانم باركزي، بازي كردن با صحت مردم افغانستان در برابر دالر خيانت ملي است: «اگر تعريف خيانت ملي اين باشد كه صحت انسان اين سرزمين به بازي گرفته شود و به دالر خريد و فروش شود، بلي اين خيانت است؛ اگر توجه به گرسنگان اين سرزمين نشود، بلي اين خيانت است».
كبير رنجبر، نماينده ی كابل در ولسي جرگه گفت اسناد دست داشته نشان مي دهد كه مقام های وزارت تجارت در بالا نگهداشتن نرخ تيل دست دارند و خود شان در اين معامله شريك اند.
پيش از اين نيز نمايندگان پارلمان هشدار داده بودند در صورتي كه آقاي فرهنگ در رابطه به قيمت تيل در افغانستان و واردات تيل بي كيفيت در كشور پاسخ ندهد، او را استيضاح خواهند كرد.
مخالفت ها با وزير تجارت زماني در پارلمان بالا گرفت كه با وجود كاهش چشمگير قيمت نفت در جهان،‌ نرخ تيل در بازار هاي افغانستان تفاوت چنداني نكرد و تاجران همچنان به فروش تيل با قيمت بلند با تفاوت کم ادامه دادند.
داوود سلطان زوي، رييس كميسيون اقتصاد ملي ولسي جرگه مي گويد اقتصاد افغانستان به دست يك گروه مافيايي افتاده است و در اين وضعيت،‌ اين مردم افغانستان اند كه متضرر مي شوند.
هرچند در سال جاري قيمت هر بشکه نفت خام به 175 دالر رسيد، اما پس از بحران اقتصادي در غرب، قيمت نفت به صورت چشمگيري پايين آمد. چنانچه اين روز ها هر بشكه نفت خام حدود 40 دالر خريد و فروش مي شود.
نمايندگان پارلمان کشور به خصوص كميسيون اقتصاد ملي ولسي جرگه از وزير تجارت خواستند تا بر خريد و فروش تيل در بازار نظارت داشته باشد و نگذارد كه تا مردم افغانستان بيش از اين از احتكار و گران فروشي تاجران متضرر شوند.
مورد ديگري كه نمايندگان پارلمان وزير تجارت را متهم مي كنند، ورود تيل بي كيفيت به كشور است. برخي از اين نمايندگان مي گويند اسنادي در دست دارند كه وزير تجارت خود امر ورود تيل بي كيفيت را، كه از سوي هيات بررسي مواد نفتي بي كيفيت اعلام شده، صادر كرده است.
به گفته ي اين نمايندگان، مصرف و استفاده تيل هاي بي كيفيت علاوه از اين كه منجر به آلودگي هواي شهرهاي بزرگ شده،‌ سبب ابتلاي مردم به امراض خطرناك نيز مي شود.
هر چند خبرنگاران تلاش كردند تا نظر آقاي فرهنگ را در رابطه به گفته هاي نمايندگان ولسي جرگه بگيرند، اما او حاضر به گفتگو با رسانه ها نشد و صحن شوراي ملي را با عجله ترك كرد.

http://www.dawatfreemedia.org/pdf%20files/dr.nazir.pdfدا پانه هم خلاصه کړې

کرزی از جبهه متحد خواهان کمک شده است

کرزی در صورت پس گرفتن نامزدی خود در انتخابات ریاست جمهوری عضویت جبهه را کسب خواهد نمود.

این مطلب را سیدآقا فاضل سانچارکی سخنگوی جبهه متحد روز چهارشنبه در یک نشست خبری در راستای خواست رئیس جمهور مبنی برهمکاری دولت و جبهه متحد ابراز نموده و به رسانه ها گفت: رئیس جمهور با پذیرفتن ناکامی خود و متهم کردن خارجی ها در این راستا خواهان همکاری جبهه متحد با حکومت گردیده است.

سانچارکی افزود در صورتی که کرزی کاندیداتوری خود را در دوره انتخابات ریاست جمهوری فسخ کند، وی قادر خواهد بود عضویت در جبهه متحد را کسب نماید.

سخنگوی جبهه متحد گفت: اگر رییس جمهور بخواهد همچنان خواهان نامزد شدن به دور بعدی ریاست جمهوری باشد و از جبهه متحد منحیث محور همکاری برای رسیدن به اهداف خویش استفاده نماید این امر برای جبهه غیر قابل قبول خواهد بود.

وی در مورد اینکه چرا اعضای جبهه تا حال نتوانسته اند روی یک کاندید واحد به توافق برسند گفت: جبهه متحد کاندید واحد با طرز العمل مشخص را در خود و یا خارج از جبهه دارد از این رو کاندید مورد نظر باید شخصی آگاه به واقعیت های افغانستان و مدیر مناسب برای حل بحران موجود در افغانستان باشد.

سخنگوی جبهه متحد همچنین علت معرفی نکردن کاندید جبهه را پاس نشدن قانون انتخابات و عدم شفافیت در عملکرد کمیسیون انتخابات و معیین نشدن تاریخ انتخابات در کشور دانسته افزود: جبهه متحد در حال حاضر بیش از 20 حزب و دهها شخصیت سیاسی و 80 نماینده پارلمانی را به عنوان عضو در خود دارد و همواره تلاش دارد تا با ایجاد طرز العمل مفید چالش ها و مشکلات جاری در کشور را کاهش دهد.

بنا به باور آقای سانچارکی دولت و جبهه متحد به تنهایی قادر نیستند تا مشکلات موجود در کشور را رفع بسازند از این رو نیاز است تا دولت و جامعه جهانی و احزاب مختلف و جناح های افغانی وحتی گروپ های مخالف در یک فضای سالم با هم بحث و گفتگو نمایند و وحدت ملی را ایجاد نمایند.

سانچارکی همچنان حمایت جبهه رااز موجودیت جامعه جهانی درکشور ابراز داشته افزود که جبهه متحد معتقد است حضور نیرو های خارجی باید در جهت تحکیم ثبات و در چارچوب منافع ملی کشور باشد.

بنا به گفته های وی سیاست جامعه بین المللی در هفت سال گذشته با خطاهای جدی رو به رو بوده، عدم درک صحیح و درست سیاست گذاران جامعه بین المللی از واقعیت های موجود در افغانستان باعث افزایش چالش ها شده است.

موصوف افزود که امیدوارند، با حضور جامعه بین المللی در کشورمعضلات بزرگ تشخیص و درک شده و سیاست آینده کشور و جامعه بین المللی مبتنی بر معلومات دقیق از واقعیت های موجود در کشور بوده تا بر چالش ها فایق آیند.


زمونږ سره اړيکې :-

فون 0031616688604

بريښنا ليک :- azadafg@hotmail.com


Keine Kommentare:

Kommentar veröffentlichen

Follower