Blog-Archiv
Freitag, 19. Dezember 2008
پروفيسور احمدجلالي:اوسنيوشخړو ته گډه ستراتيژي په کار ده
د افغانستان د کورنيو چارو پخواني وزير او په امريکې کې د پوځي پوهنتون ښونکی پروفيسور"علي احمد جلالي" له پاکستاني طالبانو سره د پاکستان د نوی حکومت د سولي تړون د سيمې پر امنيت بي اغيزي بولي .د پاکستان نوي حکومت په يو بل ورته اقدام کې له قبايلي طالبانو سره تر يو لړ خبرو وروسته د سولي يو سيميز تړون لاسليک کړی دی . پروفيسورعلی احمد جلالي وايي :"پخوا هم دا ويره موجوده وه چې دوکاله دمخه په وزيرستان کې داسي تړون وشو او طالبانو ژمنه وکړه چې جنگ به نه کوي خو هغوي خپل ټول پام افغانستان ته معطوف کړ او په دې سربيره چې هغه تړون ډير عمر و نه کړ بلکه طالبانو يو ځل بيا په افغانستان سربيره په پاکستان کې هم بغاوتونو ته لاس کړ. ښاغلی پروفيسور جلالي واېې دا يوه سيميزه خبره ده او په يوه سيمه کې د يوې ستونزي حل د ټولي سيمي د کرارۍ په معنې نه ده او که چيرته په مجموعي ډول په يوه واحده ستراتيژۍ باندي فعاليت و نه شي نو په يوه سيمه کې د جګړې درېدل په ټوله سيمه کې د امنيت د راتگ معنی نه لري . محترم پروفيسور جلالي وايي پاکستان يوه بله او هغه تکتيکي لار لري او په اساسی ډول لازمه ده چې يوه سيميزه ستراتيژي را منځ ته شي او ټول هيوادونه په گډه داسي فعاليت وکړي چې د دې مسلې د بنسټيز حل لاری وموندل شي نه ظاهري هغه. د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزير زياته کړه :" ستونزه دا ده چې هر هيواد د خپلو ملي گټو په چوکاټ کې په محدود ډول گوري او که داسي وي نو هيڅ کله هم سوله نه شي راتلای ، په دغسې سيميزو جګړو کې ياغيان ستراتيژۍ نه لري او هغوي په وخت حساب کوي او چی موقع بيا تر لاسه کړي بيا بريدونه پيلوي د بيگلی په ډول کله چې طالبانو د وزيرستان تر تړون وروسته په زمانی موکه کې ځانونه جگړو ته چمتو کړل هغوي کړی تړون مات کړ او خپلو جگړو ته ېې نوي بڼه او شدت ورکړ . کله چې له نوموړي څخه په باجوړ اجنسۍ کې د طالبانو پر يو کور د بريد په اړه او نړيوالو متحديدنو ته د دا ډول بريدونو د اغيزمنتوب په اړه پوښتنه وشوه هغه وويل:" که يوه واحده ستراتيژي رامنځ ته نه شي دا بريدونه تکيتکي گټيي دي او په ستراتيژکي حل لاری هيڅ کومه اغيزه نه لري ." دا په داسي حال ده چې د ناټو تړون هم د پاکستان او قبايلي طالبانو تر منځ په شوي تړون انديښنه ښولي.
Abonnieren
Kommentare zum Post (Atom)
Keine Kommentare:
Kommentar veröffentlichen